IQNA

  په امریکا کې له اسلامه د ویرونکی مبارزې لپاره ۵۵کاله د بند سزا

15:44 - June 24, 2023
د خبر لمبر: 3487519
 یو افغان توکمه امریکائي ښاریز داستیّن پسرلی د ۲۰۱۹ کال به فرورئ میاشت کې له یوه توکمپال تاؤتریخوالي وروسته په ۵۵کلن بند محکوم شو.

 ایکنا د الجزیره له قوله راپور راکړ، داستین پسرلی په مئ میاشت کې  د اینډیانا پولیس په شمال لودیځ کې د سړک په غاړې ،د یوه افغان توکمه امریکائي ښاریز ۳۲کلن ایوبی باندې له ډزو وروسته د قتل په جرم مجرم وپیژندل شو.

د سیمې څارنوال ووئيل چې پسري، ایوبی د ایالتونو ترمینځ  له ۴۶۵ اصلي سترې  لارې تعقیب کړ او وروسته له هغه سره ئې دخولې شخړه وکړه.په صحنې کې موجود شاهدانو وئيلي دي چې پسرلي  څو ځله  د اسلام سپکاوی وکړ او پر ایوبی له ډزومخکې ئې چغه پورته کړه چې ؛ خپل هیوادته ستون شه.

دغه دوسیې ځان ته د ایف بی آئي توجه جلب کړه او دغه پيښه هغه مهال وشوه چې په اینډیانا ایالت کې قانون جوړونکي د نفرت خورونکو  جنایتونو پّ باب دنوي قانون په باب په بحث بوخت وو. په عین حال کې ،دغه مسوده په یوه بل قانون سره چې  شپږ اونۍ وروسته تصویب شو،بدل شو. پر دغه قانون نیوکه کونکو  دغه قانون د نفرت او کرکه رامینځةکونې  له امله د جرمونو په کمولو کې بې اغیزې بللی دی.

پسرلي پولیسو ته ووئيل چې ایوبی  ئې له سترې لارې څخه تر یوې ودانۍ پورې تعقیب کړ او له دې وروسته چې  ایوبی هڅه وکړي ، په سوک سره د هغه د ګاډي شیشه ماته کړي، دی هم له ځانه ددفاع لپاره ورباندې ډزې وکړې. هغه دغه راز ادعا وکړه چې  په پوځ کې له شتون وروسته (له هغې سانحې وروسته چې له جنګه د ستنو شوو کسانو ترمینځ ډيره پيښږي،) په پي ټي ایس ډي سټریس ککړ شوی دی.  د ځاي رسندویو د  راپور په اساس ،پوسټمارټم وښودله چې  ایوبی اته ډزه ویشتل شوی دی ، یو ځل له مخه او  اته ډزه هم له شا ،پولیسو د پسرلي ګاډي ته  تاوان رسولو لپاره دهڅې په باب هیڅ مدرک نه دی پیدا کړی.

ایوبی د پناه غواړي په توګه له افغانستانه  له واریدیدا وروسته ،خپل ژوند په متحده ایالاتو کې پیل  کړی ؤ.

له دې وروسته چې  څارنوالي پسرلی مجرم وپيژنی ، د ایوبی خور زهرا ووئيل چې عدالت اجرا شوی دی.  

د امریکائي اسلامی اړیکو شورا (کیئریا سی اې آئي آر)چې په متحده ایالاتو کې د مسلمانانو دفاع کونکي  او د مدني آزادیو ترټولو ستره اداره ده  اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۲کال کې  له اسلامه د ویرونې  پنځه زره یو سل پنځه شپيته  شکایتونه ترلاسه شوي دي چې  دتیر کال په نسبت ۲۳فیصده کموالی ښئ.

https://iqna.ir/fa/news/4149541  

captcha